طالبانو د روڼتیا د نړیوال سازمان رپورټ ته غبرګون ښودلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i145566-طالبانو_د_روڼتیا_د_نړیوال_سازمان_رپورټ_ته_غبرګون_ښودلی
د طالبانو ویندویي د نړیوالې روڼتیا سامازمان  په راپور په غبرګون کې وویل چې  په دغه راپور کې د افغانستان څلور پوړۍ غورځېدل د «لا زیات فساد» په معنا نه دی.
(last modified 2024-01-31T21:14:19+00:00 )
Feb 01, 2024 01:38 Asia/Kabul
  • طالبانو د روڼتیا د نړیوال سازمان رپورټ ته غبرګون ښودلی

د طالبانو ویندویي د نړیوالې روڼتیا سامازمان  په راپور په غبرګون کې وویل چې  په دغه راپور کې د افغانستان څلور پوړۍ غورځېدل د «لا زیات فساد» په معنا نه دی.

 د فارس خبري اژانس د راپور له مخې   د طالبانو ویندویي ذبیح الله مجاهد  د نړیوالې روڼتیا سامازمان  په راپور په غبرګون کې په خپله ایکس پاڼه کې ولیکل: « افغانستان له فساده پاک هیواد دی.  د افغانستان لپاره د نړیوال شفافیت په محاسبه کې هم  په ۱۶۲ درجه کې دی چې دا یو ښه پوزیشن دی.»

هغه زیاته کړه: دا چې د تېر کال په پرتله افغانستان څلور درجې راټیټ شوی په دې معنا نه ده چې ګني په افغانستان کې فساد زیات شوی بلکې ممکنه ده د ځینو هیوادونو د شفافیت حد لوړ شوی وي.

 دنړیوال شفافیت سازمان نن  په ۲۰۲۳ کال کې له فساد سره د مبارزې د نړیوال ګراف راپور خپور کړ، د دغه راپور په اساس افغانستان څلور درجې راټیټ شوی او د نړۍ په ۱۶۲ نمبر کې راغلی دی.

افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې څو پوړۍ پورته شوی و او په ۲۴ امتیازونو سره د نړۍ په ۱۵۰ نمبر کې و.

خو د نړیوال شفافیت سازمان ویلی چې  کمزورې نمبرې په هیوادونو کې له فساد سره د مبارزې د پروګرام د نیشتوالي او د مدني ټولنې او د رسنیو دازادۍ د ځپلو ښودنه کوي.