طالبانو د روڼتیا د نړیوال سازمان رپورټ ته غبرګون ښودلی
د طالبانو ویندویي د نړیوالې روڼتیا سامازمان په راپور په غبرګون کې وویل چې په دغه راپور کې د افغانستان څلور پوړۍ غورځېدل د «لا زیات فساد» په معنا نه دی.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې د طالبانو ویندویي ذبیح الله مجاهد د نړیوالې روڼتیا سامازمان په راپور په غبرګون کې په خپله ایکس پاڼه کې ولیکل: « افغانستان له فساده پاک هیواد دی. د افغانستان لپاره د نړیوال شفافیت په محاسبه کې هم په ۱۶۲ درجه کې دی چې دا یو ښه پوزیشن دی.»
هغه زیاته کړه: دا چې د تېر کال په پرتله افغانستان څلور درجې راټیټ شوی په دې معنا نه ده چې ګني په افغانستان کې فساد زیات شوی بلکې ممکنه ده د ځینو هیوادونو د شفافیت حد لوړ شوی وي.
دنړیوال شفافیت سازمان نن په ۲۰۲۳ کال کې له فساد سره د مبارزې د نړیوال ګراف راپور خپور کړ، د دغه راپور په اساس افغانستان څلور درجې راټیټ شوی او د نړۍ په ۱۶۲ نمبر کې راغلی دی.
افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې څو پوړۍ پورته شوی و او په ۲۴ امتیازونو سره د نړۍ په ۱۵۰ نمبر کې و.
خو د نړیوال شفافیت سازمان ویلی چې کمزورې نمبرې په هیوادونو کې له فساد سره د مبارزې د پروګرام د نیشتوالي او د مدني ټولنې او د رسنیو دازادۍ د ځپلو ښودنه کوي.