د افغانستان طالبان او القاعده ډله د ټي ټي پي ملاتړ کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی « تحریک طالبان پاکستان» ترهګره ډله د افغانستان په طالبانو سربیره په پاکستان کښې د حملو د ترسره کولو لپاره د القاعده او د نورو وسله والو ډلو لخوا زیاتې مرستې ترلاسه کوي.
دغه خبره د داعش، د القاعده او د طالبانو د څارنې د ټیم لخوا د ملګروملتونو امنیت شورا ته په درې دیرشم وړاندې شوي راپور کښې بیان شوي ده.
تحریک طالبان پاکستان ډلې سره القاعده او د افغانستان طالبان د وسلو او د تجهیزاتو مرستې کوي او دغه راز د پاکستان پرضد د ټي ټي پي د ترهګرې ډلې ځمکنی ملاتړ هم کوي.
پاکستان په ځلونو د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې پرضد د افغانستان د طالبانو د اقدام د نه ترسره کولو په وجه خپله غصه څرګنده کړي ده کومه چې په پاکستان کښې د ډیرو ترهګرو بریدونو مسووله ده.
د تحریک طالبان پاکستان ډلې د فعالیتونو د کنټرولولو لپاره د افغانستان د طالبانو د حکومت ناکامۍ د دواړو هیوادونو د اړیکو د خړپړتیا سبب شوي ده.
پاکستان داسې نظر لري چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې د کنټرولولو لپاره د کابل د حکومت اقدام نه ترسره کول د پاکستان د ملي امنیت لپاره نیغ په نیغه ګواښ دی.
د ملګروملتونو دغه راپور زیاتوي چې د افغانستان د خاورې د باندې د حملو نه کولو لپاره د پاکستان د تحریک طالبان ډلې هڅولو په هکله د طالبانو له حکومتي دریځ سره سره اوس هم د تحریک طالبان پاکستان ډیرې جنګیالي له کوم مشکل پرته د افغانستان د خاورې په کارولو سره په پاکستان کښې ترهګرې حملې او بم چاودنې کوي.
د ملګروملتونو راپور زیاتوي د افغانستان د طالبانو ځینې غړي د مذهبي دندې په توګه له تحریک طالبان پاکستان ډلې سره یوځاې شوي دي.
دغه راپور مخکي وايي د تحریک طالبان پاکستان ډلې غړي او د دوې کورنۍ د افغانستان د طالبانو لخوا په پرله پسې ډول مرستې ترلاسه کوي چې دا د دغه ډلې د زیات ملاتړ ښودنه کوي.
د ملګروملتونو دغه راپور وايي چې د افغانستان د طالبانو لخوا د تحریک طالبان پاکستان له اویا تر دوه سوه پورې د غړیو نیول او د افغانستان او د پاکستان سرحدي سیمو ته د تحریک طالبان پاکستان ډلې د فعالیتونو انتقالول د تحریک طالبان پاکستان ډلې د کنټرولولو لپاره د افغانستان په طالبانو باندې د پاکستان د دباو د کمولو لپاره یوه هڅه بلل شوي ده.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه رپوټ په کلکه رد کړ چې وايي طالبانو له القاعده شبکې سره د اړیکو پاللو ته دوام ورکړی او دا چې دې ډلې په افغانستان کې نوي روزنځایونه جوړ کړي دي.
د طالبان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پنجشنبه یوه خپاره کړي بیان کې ویلي "د افغانستان اسلامي امارت [د طالبانو حکومت] دغه ناسم تور په کلکه ردوي... په افغانستان کې د القاعدې اړوند هېڅوک شتون نه لري او نه هم اسلامي امارت چا ته اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د چا په ضد استفاده وکړي."
ښاغلي مجاهد دا ادعا هم کړې چې ګوندې د ملګروملتونو له ادرسه د دوی پر حکومت د تورونو لګېدو "یو منظم پروګرام" پيل شوی.
هغه ویلي "موږ پوهیږو چې د امنیت شورا ځينې غړي هیوادونه په افغانستان کي له شکست سره مخ شوي، هغوی به طبعا خپله کینه پالي او دغه راز افواهات به خپروي، خو هغه نور غړي هېوادونه چې له افغانستان سره یې اړیکې ښيې دي، باید اجازه ورنکړي چې د دغه لوی نړیوال نهاد حیثیت خراب شي او تصامیم یې د څو هېوادونو د سياسي اهدافو پر محور وڅرخېږي."
تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رپوټ ته په غبرګون کې ویلي و، د امریکا استخباراتي ارزونو ښودلې چې القاعده په افغانستان او نورو سیمو کې په داسې یوه دریځ کې نه ده چې پر امریکا دې د برید جوګه وي.
خو نوموړي زیاته کړې چې د ترهګرۍ هر راز ګواښ بابېزه نه ګڼي.
د یادونې ده چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو څو میاشتې وروسته (د ۲۰۲۲ کال په جولای کې) په کابل کې د امریکا د ډرون په یوه برید کې ووژل شو.
طالبانو تر اوسه په رسمي ډول کابل کې د هغه وژل کېدل نه دي تایید کړي او دا هم مالومه نه ده چې نوموړی څنګه او ولې کابل ته تللی و.
د امنیت شورا رپوټ کې نور څه ویل شوي؟
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رپوټ کې راغلي چې طالبانو له القاعده شبکې سره نژدې اړیکې ساتلې او دا چې د دې ډلې ځينې مشران په افغانستان کې موجود دي.
د امنیت شورا رپوټ زیاتوي چې القاعدې په افغانستان کې اته نوي روزنځايونه جوړ کړي چې "څلور یې په غزني، لغمان، پروان او ارزګان کې دي".
د رپوټ پر بنسټ، القاعده په "پنجشیر ولایت کې هم د وسلو یو ډیپو لري".
په افغانستان کې د القاعده د شمېر په اړه کره معلومات نشته خو د امنيت شورا راپور کې راغلي چې د دغه ډلې نژدې لس مشهورې څېرې په افغانستان کې دي.
په دغه رپوټ کې ويل شوي القاعده چې له ۳۰ زياتو کلونو راهيسې په افغانستان کې فعاله ده، په "لغمان، کونړ، ننګرهار، نورستان او پروان کې پنځه مدرسې لري."
د امنيت شورا رپوټ کې راغلي چې په افغانستان کې د القاعدې د فعالیتونو د محدودولو لپاره د طالبانو هلې ځلې د دغو دوو ډلو ترمنځ د یو لړ اختلافونو لامل شوې دي.
امريکا د ۲۰۲۲ کال جولای کې وویل چې ایمن الظواهري په کابل کې وژلی دی
په ياد رپوټ کې د پاکستاني او افغان طالبانو د اړیکو تر څنګ د "ازبکستان اسلامي غورځنګ"، "اسلامي جهاد اتحاد" په څېر ډلو يادونه شوې چې په وينا يې په افغانستان کې فعاليت لري.
همدا راز د داعش خراسان ډله د افغانستان او سيمې لپاره يو ګواښ بلل شوی خو وايي پر دغې ډلې د طالبانو فشار پایله کې د داعش بريدونه کم شوي دي.
خو اوس د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه رپوټ ته په غبرګون کې ویلي "متأسفانه د امنیت شورا راپورونه له هغو منابعو سرچینه اخلي چې شل کاله د خپلو گټو لپاره د اشغال ترڅنگ ولاړ وو او د افغانستان له آزادۍ، ابادۍ او امنیت سره حساسیت لري."
هغه زیاته کړې "هيله کېږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېنږدي راپورونه يې د سياسي او اقتصادي منفعتطلبو د اهدافو ښکار شي او په افغانستان کې خپل حيثيت او اعتبار له سوال سره مخ کړي."