تراوسه له پاکستان څخه تر ۵۰۰ زرو ډېر افغان کډوال ایستل شوي
Feb 02, 2024 05:32 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې له پاکستان څخه په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو پنځه میاشتې پوره شوې، چې په دې موده کې تر پنځه سوو زرو ډېر افغان کډوال له دغه هېواد څخه ایستل شوي دي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې پرون په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دغه افغان کډوال په داسې حال کې له پاکستان څخه ایستل شوي، چې پیسې او د کور وسایل ورسره نه وي او زیات یې اړ دي د خپلې بقا او ژوندي پاتې کېدو لپاره سخت حالت او لوږه وزخمي.
له پاکستان څخه د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې د اسناد نه لرونکو افغان کډوالو ډله ایز ایستل پیل شوي چې لا هم دوام لري.