ننګرهار کښې د وړو ډیمونو د جوړولو پروسه پیل شوي ده جزیات دلته لرو
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په ننګرهار کې د باراني اوبو زیرمه کولو لپاره د وړو بندونو جوړولو پروسه پېل شوه.
چارواکي وایي د دې ولایت په هره ولسوالۍ کې به له حکومتي بودجې څخه یو بند جوړ کړي.
د ننګرهار کرنې ، مالدارۍ او اوبو لګولو ریس مولوي عبدالستار محمد د دې ولایت د کوټ په ولسوالۍ کې د باراني اوبو زیرمه کولو په موخه د یو بند جوړولو د پرانستې په مراسمو کې وویل، د کوټ په ولسوالۍ کې پر جوړیدونکي بند خواوشاه درې ملیونه افغانۍ لګښت راځي چې د زرګونو متر مکعبو باراني اوبو د زیرمه کولو او همدارنګه د زرګونه جریبه کرنیزې زمکې خړوبولو وړتیا به ولري .
هغه وایي د دې بند په جوړولو کې به د سیمې سلګونو کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شي.
د ننګرهار کرنې ، مالدارۍ او اوبو لګولو ریس وایي د ننګرهار په دوه ویشت ولسوالیو کې به د حکومتي بودجې په ۶۶ ملیونه افغانۍ دا ډول واړه بندونه جوړ شي چې ورسره به زرګونه جریبه کرنیزې زمکې لپاره د اوبه خور زمینه برابره شی.
د افغانستان کرنې ،مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت د اوبو لګولو برخې ریس مولوي «معاذ الله عادل» وایي د هیواد په ۴۲۲ ولسوالیو کې د دا ډول وړو بندونو د جوړولو پریکړه شوې او ننګرهار په لسو هغه ولایتونو کې چې د زمکې لاندې اوبو کچه پکې ډیره مخ پر ټیټیدو ده نوملړ کې شامل او لومړیتوب ورکړل شویدی.
د کوټ ولسوالۍ استوګن هم د دې بند د جوړیدو له امله خوشحاله دي ا و وايي کوټ یوه وچکالۍ ځپلې ولسوالي ده چې د دې بند په جوړیدو او باراني اوبو په زیرمه کولو سره به د خلکو زرګونه جریبه کرنیزه زمکه خړوبه او هم به خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي.
ننګرهار چې تر ډیره حده یو کرنیز ولایت دی خو کرنه پکې لاهم په دودیز ډول ترسره کیږي او د اوبه خور لپاره پرمختللی سیستم نه لري.