په افغانستان کې په سلګونو پراختیایي پروژې بشپړې شوي
د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی چې په میدان وردګو ولایت کې یې ځینې پراختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته سپارلي دي چې ټول ټال (۳۲۳) ميليونه افغانۍ لګښت ورباندې راغلی .
د چارواکو په خبره دا پروژې اکټېد موسسې په (میدان ښار، جلرېز اوپه بهسود) ولسوالیو کې تکمیل کړي چې ټول ټال (۴۵۱) پراختیایي پروژي دي.
د مسولینو د خبرو له مخې ویل شوي چې په دې پروژوکې د (سړکونو بیارغول ، د استنادي دېوالونو، پلونو، پلچکونو رغول ، د کانالونو، حوزونو او د پاکو اوبو شبکو بیا رغول او جوړول شامل دي.
دې پروژو ته دافغانستان خلک ډیر خوشاله دي وایي افغانستان بیا رغونې ته اړتیا لري .
له اړونده اړګانونو څخه دبیارغولو د نورو مختلفو پروژو لا غوښتنه کوي.
فضل او عبدالرحیم دغزني ولایت دوه تنه اوسیدونکي په دې اړه وایي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان دمخابراتو او ټکنالوژي وزارت چارواکو خبر ورکړی وو چې د بدخشان ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې د مخابراتي خدمتونو د لاښه کیدو لپاره (۵) سایټونه جوړ کړي دي.