په افغانستان کې دروغتیائي خدماتو لپاره کابو۳۷۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري
د يادونې وړ ده،چې دافغانستان خلکو ته د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول تر ډېره حده د ملګرو ملتو او نورو مرستندويه موسسو په مرستو پورې تړلي دي.
زمونږخبریال د افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ په افغانستان کې د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) )وايي، په ۲۰۲۴ کال کې د دغه اورګان همکاران په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۳۶۷ میلیونه ډالرو مرستو ته اړتیا لري.
په راپور کې وئيل شوي دي د اوچا اورګان مسئولانو په ایکس پاڼې کې لیکلي چې دا اندازه تمویل روغتیائی خدماتو ته د لاسرسي ښه کولو،د ناروغیو خپریدو د مخنیوي او ځواب ورکولو پیاوړتیا ، د نفسیاتي ملاتړ خدماتو چمتو کولو او د خوارځواکۍ اداره کولو لپاره اړین دي.
په عین حال کې د افغانستان له روغتیايي سیکټر سره روغتیايي مرستې خورا کمې شوې دي.
د يادونې وړ ده،چې دافغانستان خلکو ته د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول تر ډېره حده د ملګرو ملتو او نورو مرستندويه موسسو په مرستو پورې تړلي دي.
