عباس ستانکزي د پاکستان او ډیورنډ کرښې پر ضد سختې خبرې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146298-عباس_ستانکزي_د_پاکستان_او_ډیورنډ_کرښې_پر_ضد_سختې_خبرې_کړي
ستانکزي پاکستان ته په خطاب کې وویل، چې د افغانستان له ارامیدو سره به د هرې هغې مرمۍ حساب کوي، چې د دغه هېواد له لارې افغانستان ته راغلې او په وینا یې د دوی طالبان پرې وژل شوي.
(last modified 2024-02-16T23:22:38+00:00 )
Feb 17, 2024 03:07 Asia/Kabul
  • عباس ستانکزي د پاکستان او ډیورنډ کرښې پر ضد سختې خبرې کړي

ستانکزي پاکستان ته په خطاب کې وویل، چې د افغانستان له ارامیدو سره به د هرې هغې مرمۍ حساب کوي، چې د دغه هېواد له لارې افغانستان ته راغلې او په وینا یې د دوی طالبان پرې وژل شوي.

 

د  ستانکزي د څرګندونو په یوه رسنیزه شوې ویډیو کې، چې دی یوې غونډې ته د وینا پر مهال ښيي ویل شوي: ډیورنډ فرضي کرښې افغانستان د انګرېز په لاس دوه ټوټې کړی، مونږ نه دا کرښه منلې او نه یې منو، یوه ورځ به د بنګال پېښه بیا تکرار شي.

د ستانکزي اشاره په ۱۹۷۱ کې د پاکستان دوه ټوټې کېدو او پر پاکستان او بنګله دېش هېوادونو وېشل کېدو ته وه.

ستانکزي پاکستان ته په خطاب کې وویل، چې د افغانستان له ارامیدو سره به د هرې هغې مرمۍ حساب کوي، چې د دغه هېواد له لارې افغانستان ته راغلې او په وینا یې د دوی طالبان پرې وژل شوي.

پاکستاني چارواکو د نوموړي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.