یو افغان پناه غوښتوونکې په اسلام اباد کې ځآن وژنه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146338
یو افغان پناه غوښتوونکي چې له دوه کلنو هڅو سره، سره یې کاناډا ته د پناه غوښتنې وړاندیز رد شوی وو، تېره ورځ په اسلام اباد کې ځآن وژنه کړې.
(last modified 2024-02-17T11:44:51+00:00 )
Feb 17, 2024 16:13 Asia/Kabul
  • یو افغان پناه غوښتوونکې په اسلام اباد کې ځآن وژنه کړې

یو افغان پناه غوښتوونکي چې له دوه کلنو هڅو سره، سره یې کاناډا ته د پناه غوښتنې وړاندیز رد شوی وو، تېره ورځ په اسلام اباد کې ځآن وژنه کړې.

د پاکستان د اسلام اباد ښار پولیس وایي، دغه کس تېره ورځ د یاد ښار په بهاره کوه سیمه کې ځآن وژنه کړې او د میرمنې له قوله یې یاده چاره یې په کاناډا کې د کډوالۍ وړاندیز د ردیدو له امله کړې.

د را پورونو له مخې؛ دغه کس محمد شفایي نومیده او د افغانستان د غزني ولایت د جاغورۍ ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی وو، چې تر دې وړاندې یې هم په اسلام اباد کې د ځآن وژنې هڅه کړې وه.

دا لومړی ځل ندی چې په پاکستان کې افغانان چې په نورو هېوادونو کې د پناه غوښتنې په موخه منتظر دي، ځآنه وژنه کوي؛ بلکې تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر ورته پېښې ثبت شوي دي.