طالبانو ایراني ښاریزو ته په افغانستان کښې د پانګونې اجازه ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146550-طالبانو_ایراني_ښاریزو_ته_په_افغانستان_کښې_د_پانګونې_اجازه_ورکړه
طالبانو ویلي چې ایراني ښاریزو ته په افغانستان کښې د پانګونې اجازه ورکړې شوې ده
(last modified 2024-02-21T21:16:46+00:00 )
Feb 22, 2024 01:42 Asia/Kabul
  • طالبانو ایراني ښاریزو ته په افغانستان کښې د پانګونې اجازه ورکړه

طالبانو ویلي چې ایراني ښاریزو ته په افغانستان کښې د پانګونې اجازه ورکړې شوې ده

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نورالدین عزیزي د ایران د خراسان رضوي ولایت د  اقتصادي چارو د همغږي کوونکي له مرستیال سره په کتنه کې وویل: په افغانستان کې اداري کارونه ګړندي شوي او اوس ایرانیان کولی شي د افغانانو په څېر په افغانستان کې پانګونه وکړي او له دې فرصته ګټه واخلي.

د دغې غونډې په دوام کښې د ایران د خراسان رضوي د اقتصادی چارو د هماهنګۍ مرستیال هم څرګنده کړه: مونږ د ایران او افغانستان ترمینځ د شویو موافقو د عملی کولو لپاره ګام په ګام حرکت کوو کومې چې ایران ته د افغانستان د اقتصادی مرستیال د سفر په لړ کښې شوې دي.