برطانیه په افغانستان کښې د ملکي وګړو په وژلو داده شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146556-برطانیه_په_افغانستان_کښې_د_ملکي_وګړو_په_وژلو_داده_شوه
د برطانیې د پخوانيو پوځیانو په چارو کې د دولت وزیر جاني مرسر منلې، چې په افغانستان کې د شتون پر مهال د دوی ځواکونو یو شمېر عام افغانان وژلي.
(last modified 2024-02-21T22:11:15+00:00 )
Feb 22, 2024 02:35 Asia/Kabul
  • برطانیه په افغانستان کښې د ملکي وګړو په وژلو داده شوه

د برطانیې د پخوانيو پوځیانو په چارو کې د دولت وزیر جاني مرسر منلې، چې په افغانستان کې د شتون پر مهال د دوی ځواکونو یو شمېر عام افغانان وژلي.

د برطانیې د پخوانيو پوځیانو په چارو کې د دولت وزیر جاني مرسر منلې، چې په افغانستان کې د شتون پر مهال د دوی ځواکونو یو شمېر عام افغانان وژلي.

جاني مرسر، چې خپله هم مخکې په افغانستان کې پوځي افسر پاتې شوی، د نورو پوځي افسرانو له قوله دا خبره تایید کړه.

هغه په دې محکمه کې دا هم وویل چې که څه هم باور نشي کولى چې برطانوي ځانګړو ځواکونو د شپې له لوري د خوب پر مهال افغانان وژلي وي خو د ده په څېړنو کې داسې څه چې ورسره په ټکر کې وي ونه موندل.

له دې وړاندې په ځينو ولايتونو کې د برطانوي پوځیانو له خوا د یو شمېر وژل شویو افغانانو کورنیو رسنیو ته ویلي وو چې د بریتانیا حکومت باید د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي.

 برطانوي ځواکونو د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې ډېر د افغانستان په هلمند ولایت کې دندې ترسره کړې دي.

له دې مخکښې برطانوي ورځپاڼې ګارډین راپور ورکړی و چې د برطانیې ځانګړو ځواکونو له ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۳ کلونو ترمینځ موده کښې شاوخوا ۸۰ افغانان له کومې محاکمې پرته وژلي دي.

په افغانستان باندې واکمن د طالبانو حکومت د برطانوي وزیر څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د ګارډین د راپور په غبرګون کې یې د افغانانو د وژونکو بهرنیو عسکرو د محاکمې غوښتنه کړې وه.