د افغانستان ستره محکمه: په دوه تنو د قصاص حکم عملي شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146592-د_افغانستان_ستره_محکمه_په_دوه_تنو_د_قصاص_حکم_عملي_شو
په افغانستان کې د طالبانو ستره محکمه وایي، د دې هېواد په غزني ولایت کې یې په دوو تنو هغو قاتلینو چې د بېلابېلو پېښو له امله پرې د قصاص حکم صادر شوی وو نن پرې عملي شو.
(last modified 2024-02-22T06:33:04+00:00 )
Feb 22, 2024 11:01 Asia/Kabul
  • د افغانستان ستره محکمه: په دوه تنو د قصاص حکم عملي شو

په افغانستان کې د طالبانو ستره محکمه وایي، د دې هېواد په غزني ولایت کې یې په دوو تنو هغو قاتلینو چې د بېلابېلو پېښو له امله پرې د قصاص حکم صادر شوی وو نن پرې عملي شو.

د طالبانو سترې محکمې په دې اړه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې زیاته کړې، په دغو دوو تنو چې قضیې یې د درې ګونو محاکمو لخوا په جلا جلا ډول په مکرر او دقیق ډول له څیړلو وروسته د قصاص حکم صادر او تائید شوی، نن پرې په عام محضر کې د قصاص حکم عملي شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه حکمونه چې د دوی مشرتابه مقام ته د تائید لپاره وړاندې شوي وو، چې په اړه یې د وروستي احتیاط په منظور تر بشپړې څېړنې وروسته په قاتلینو د قصاص شرعي حکم د تطبیق امر ورکړل شو.