ننګرهار کې د ۵ زره کیلو ګرامه چاودیدونکو توکو کشف
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146962-ننګرهار_کې_د_۵_زره_کیلو_ګرامه_چاودیدونکو_توکو_کشف
د افغانستان چارواکي وایي، د ننګرهار په ګمرک کې پنځه زره کیلوګرامه چاودیدونکي توکي کشف او ترلاسه کړي.
(last modified 2024-03-01T08:46:06+00:00 )
Mar 01, 2024 13:15 Asia/Kabul
  • ننګرهار کې د ۵ زره کیلو ګرامه چاودیدونکو توکو کشف

د افغانستان چارواکي وایي، د ننګرهار په ګمرک کې پنځه زره کیلوګرامه چاودیدونکي توکي کشف او ترلاسه کړي.

د دغه هېواد د مالیې وزارت اعلان وکړ چې د ننګرهار د ګمرک ریاست چارواکو، د اکرام شفیق شرکت په نوم  په دریو سوداګریزو باروړونکو بارو موټرو کې ۲۱۲ بوشکې کیمیاوي چاودېدونکي توکي (امونیم نایټریټ) چې ټول وزن یې (۵۰۸۸) کیلوګرامه دی کشف او ترلاسه کړي دي.

دغه وزارت زياته کړه، چې دغه توکي په ډېر مهارت سره په پرچون ډول پټ شوي وو.

د ننګرهار ګمرک رياست ویلي، له ګاونډي هېواد څخه د دغه توکو د را لیږد په تور یې یو تن نیولی او تر څېړنو لاندې دی.