ننګرهار کې د ۵ زره کیلو ګرامه چاودیدونکو توکو کشف
Mar 01, 2024 13:15 Asia/Kabul
د افغانستان چارواکي وایي، د ننګرهار په ګمرک کې پنځه زره کیلوګرامه چاودیدونکي توکي کشف او ترلاسه کړي.
د دغه هېواد د مالیې وزارت اعلان وکړ چې د ننګرهار د ګمرک ریاست چارواکو، د اکرام شفیق شرکت په نوم په دریو سوداګریزو باروړونکو بارو موټرو کې ۲۱۲ بوشکې کیمیاوي چاودېدونکي توکي (امونیم نایټریټ) چې ټول وزن یې (۵۰۸۸) کیلوګرامه دی کشف او ترلاسه کړي دي.
دغه وزارت زياته کړه، چې دغه توکي په ډېر مهارت سره په پرچون ډول پټ شوي وو.
د ننګرهار ګمرک رياست ویلي، له ګاونډي هېواد څخه د دغه توکو د را لیږد په تور یې یو تن نیولی او تر څېړنو لاندې دی.
ټیګونه