شپاړس میلیونه افغانانو ته غذایي مرستې رسول کیږي.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146970-شپاړس_میلیونه_افغانانو_ته_غذایي_مرستې_رسول_کیږي.
د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیوایف‌پي' وايي، په پام کې لري تر راتلونکو دوو میاشتو پورې شاوخوا ۱۶ میلیون اړو افغانانو ته د غذايي موادو مرستې ورسوي.
(last modified 2024-03-02T00:02:56+00:00 )
Mar 02, 2024 04:31 Asia/Kabul
  • شپاړس میلیونه افغانانو ته غذایي مرستې رسول کیږي.

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیوایف‌پي' وايي، په پام کې لري تر راتلونکو دوو میاشتو پورې شاوخوا ۱۶ میلیون اړو افغانانو ته د غذايي موادو مرستې ورسوي.

ازادۍ راډیو په افغانستان کې د دې پروګرام د عامه اړیکو مسوول فلیپې کروپف له قوله لیکلي: "په سږني ژمي کې موږ یوازې د اووه میلیون افغانانو ملاتړ کولای شو. ډبلیو‌ایف‌پي پلان لري چې تر راروانې مې میاشتې پورې ۱۶ میلیون خلکو ته خواړه، مقوي غذایی مواد او ژوند ژغورونکي توکي ورسوي. د دې کار لپاره ۷۶۰ میلیون امریکايي ډالرو ته اړتیا لرو."

کروپف زیاته کړه چې دوی تېره اوونۍ یوه نوې مالي مرسته ترلاسه کړه، خو د دې پیسو یوه برخه یې هغو پورونو ته ورکړه چې د تېر کال د فعالیتونو لپاره یې اخیستي وو.

هغه زیاته کړه چې ډبلیو‌ایف‌پي د بودیجې د کمښت له کبله تېرکال اړ شو چې لس میلیون اړو کسانو ته د مرستو د رسولو پروګرام وځنډوي.

ملګرو ملتونو مخکې ویلي و، چې په افغانستان کې له ۲۹ میلیون ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.