ننګرهار کې زرګونه کیلو ګرامه چاودونکي توکي ونیول شول جزیات دلته لرو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146982-ننګرهار_کې_زرګونه_کیلو_ګرامه_چاودونکي_توکي_ونیول_شول_جزیات_دلته_لرو
زمونږخبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو چارواکي وایي دا چاودیدونکي توکي له ګاونډي هیواد پا کستان څخه راوړل شوي وو.
(last modified 2024-03-02T02:06:01+00:00 )
Mar 02, 2024 06:29 Asia/Kabul

زمونږخبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو چارواکي وایي دا چاودیدونکي توکي له ګاونډي هیواد پا کستان څخه راوړل شوي وو.

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر مولوي صدیق الله قریشي چې د ولایتي ادارې په استازیتوب یې  له رسنیو سره خبرې کوي وایي په تورخم کې د ګمرک کارکوونکو د پلټې پر مهال په سوداګریزو مالونو کې ایښودل شوي څه باندې پنځه زره کیلو ګرامه امونیم نایټریت چاودیدونکي توکي چې پر وینا یې له ګاونډي هیواد پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کیدل کشف او ترلاسه کړیدي. قریشي وویل ددغو چاویدونکو توکو د لیږد په تړاو یو تن هم نیول شوی چې د نورو معلوماتو او پوښتنو ، ګرویګنو په موخه اړونده ادارې ته سپارل شوی دی. د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر مولوي صدیق الله قریشی وایي، په دې وروستیو کې په تورخم کې له ګاونډي هیواد پاکستان څخه پر راوړل کیدونکو  توکو څار سخت شوی چې له امله یې  دهر ډول ناقانونه توکو راوړلو مخنیوی شویدی. امونیم نایتریت هغه کیمیاوي مواد دي چې د بمونو په جوړولو او دغه راز د طبیعي زیرموپه کیندول کې ترې کار اخیستل کیږي.

 افغانستان ته د دغه کیمیاوي موادو راوړل کالونه وړاندې منع کړل شویدي.