Mar 03, 2024 14:35 Asia/Kabul
  •  طالبانو د پاکستان تحریک طالبان ډلې ته خبرداری ورکړی

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو حکومت 'ټي ټي پي' ډلې ته خبرداری ورکړی چې افغان خاوره د پاکستان خلاف ونه کاروي.

د پاکستان  رسنۍ په دې وروستیو کې کابل ته د دغه هېواد د دیني عالمانو د تللي پلاوي د یوه غړي له خوالې وايي د طالبانو حکومت مشرتابه د پاکستاني طالبانو مشرانو ته خبرداری ورکړی چې افغان خاوره دې د پاکستان پر ضد نه کاروي.

جیو نیوز تلویزیون د دغه سفر د تنظیموونکي او پاکستان کې د مذهبي څېړنو د نړیوالې شورا په نوم د بنسټ د مشر 'اسرار مدني' له قوله رپوټ ورکړی چې طالب چارواکو کابل ته ورغلي پلاوي ته ویلي چې یوه میاشت وړاندې یې د پاکستاني طالبانو مشران راغوښتي او د افغانستان له خاورې یې پاکستان کې د بریدونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

په رپوټ کې د نوموړي له خولې ادعا شوې چې طالب چارواکو ورته ویلي شاوخوا یوه میاشت مخکې د پاکستاني طالبانو مشرانو مفتي نور ولي مسعود، حافظ ګل بهادر او نورو سره د دوی د چارسمبالي لومړي وزیر 'ملا محمد حسن اخوند' او نورو په ګډون ناسته شوې او دا چې په دې ناسته کې د ټي ټي پي مشرانو ته په ډاګه ویل شوي، چې په پاکستان کې د دوی د بریدونو له امله د پاکستان له حکومت او خلکو سره د افغانستان اړیکي زیانمن شوي دي.

د طالبانو حکومت که څه هم تېرو کلونو کې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د خبرو کوربتوب او منځګړتوب کړی، خو له دې انکار کوي چې د ټي ټي پي مشران او وسله وال دې په افغانستان کې وي، او یا دا چې افغان خاوره دې د پاکستان پر ضد کارول شوې وي.

 

ټیګونه