طالبانو په چابهار بندر کښې د نمایندګۍ غوښتنه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i147060-طالبانو_په_چابهار_بندر_کښې_د_نمایندګۍ_غوښتنه_کړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو حکومت د ایران په جنوب ختیځ کښې د سیستان و بلوچستان ولایت په چابهار بندر کښې د افغانستان د اقتصادي نمایندګۍ د پرانیستلو غوښتنه وکړه.
(last modified 2024-03-03T08:23:52+00:00 )
Mar 03, 2024 12:39 Asia/Kabul
  • طالبانو په چابهار بندر کښې د نمایندګۍ غوښتنه کړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو حکومت د ایران په جنوب ختیځ کښې د سیستان و بلوچستان ولایت په چابهار بندر کښې د افغانستان د اقتصادي نمایندګۍ د پرانیستلو غوښتنه وکړه.

د ایران چابهار بندر د افغانستان او د  مرکزي اسیا د هیوادونو لپاره ازادو اوبو ته تر ټولو نږدې لاره ګڼل کیږي.

د افغانستان د طالبانو د حکومت د تجارت وزارت وویل د طالبانو د حکومت د تجارت وزارت د ټرانزیټ د برخې د مشر  «محمد الله بختیار» په سرپرستۍ د کابل د صنعت او د تجارت د وزارت استول شوي پلاوي د ایران د ځانګړي ازادو تجارتي ، صنعتي او ځانګړیو اقتصادي سیمو د لوړې شورا له سیکرټر او د ولسمشر له سلاکار حجت الله عبدالملکي سره په کتنه او خبرو کښې په چابهار بندر کښې د اقتصادي نمایندګۍ د پرانیستلو غوښتنه کړي ده.

د افغانستان د طالبانو د حکومت د تجارت د وزارت د خپاره شوي راپور پراساس د افغانستان د طالبانو پلاوي چابهار بندر ته په سفر کښې د ټرانسپورت د کړۍ د عملیاتي کولو، د افغانستان لوري د فعالیت لپاره د ضرورت وړ ځمکې د ورکولو او د افغانستان د تاجرانو لپاره د اسانتیاو د رامینځته کولو لپاره د ایران له حکومت سره خبرې کړي دي.

مخکې د افغانستان په چارو کښې د ایران د ا سلامي جمهوریت د ولسمشر د ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي د ایران له اسلامي جمهوریت سره د تجارتي اړیکو د پراخولو لپاره د افغانستان د حکومت د پلاوي د جدي ارادې خبر ورکړ او ویې ویل د افغانستان د طالبانو حکومت له ایران سره د تجارتي او د اقتصادي اړیکو د پراخولو غوښتونکی دی او چابهار بندر ته د افغانستان د طالبانو د سیاسي او د تجارتي پلاوي سفر ته په پام سره زر به په چابهار بندر کښې د افغانستان د پانګونې او د خصوصي برخې فعلانه ګډون زیات شي.