Mar 04, 2024 05:24 Asia/Kabul
  • افغانستان کې سختو واورو 39 کسان وژلي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو په حکومت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست ویاند «جانان سایق» وویل په وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سختې واورې ورېدو له امله ۳۹ کسان مړه شوي دي.

په افغانستان کې د سختو واورو ورېدو د یو شمېر ولایتونو لارې بندې کړي او د خټو د کورونو د نړېدو او د زرګونو څارویو د وژل کېدو راپورونه خپاره شوي دي.

ښاغلي سایق وویل په ټول افغانستان  کې ۳۹ تنه مړه شوي، ۳۰ تنه ټپیان شوي، ۶۳۷ کورونه په بشپړه یا جزوي توګه ویجاړ شوي او شاوخوا ۱۴ زره څاروي هم له منځه تللي دي.

د سالنګ تونل د څلورمې ورځې لپاره هم بند پاتې دی

د سالنګ لویه لار چې کابل او جنوبي ولایتونه د افغانستان له شمال ختیځ سره نښلوي، د سختې واورې ورېدو له امله د څلورمې ورځې لپاره هم تړل شوې ده.

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي، د واورې د ورښت، تېز باد او محدود لید له امله دا لاره لا هم د ټرافیکو پر مخ تړلې ده او د لارې د خلاصولو  لپاره د واورو د لیرې کولو کار روان دی.

نوموړي په اېکس (پخوا ټوېټر) کې ليکلي، چې د یکشنبې په ورځ لږه  واوره ورېده او د سالنګونو په بېلابېلو سیمو کې د واورې ضخامت له ۱٬۵ مترو څخه تر ۳ مترو پورې رسېږي.

د نوموړي د خبرو پر اساس، تر اوسه په دې لویه لاره ۲۵ ځله واوره ښویېدنې رامنځ ته شوې ده.

په بامیان، دایکندي، غزني، نورستان او وردګو کې هم د بندو لارو د واورو د ایستلو او پاکولو کار روان دی.

باختر خبري اژانس د پنجشېر ولايت د سيمه‌ييزو چارواکو له خولې ویلي چې په دغه ولايت کې د زياتو واورو او سړې هوا له کبله لس کورونه ويجاړ شوي او په سلګونو څاروي له منځه تللي دي .

له دې مخکې له پېښو سره د طالبانو د مبارزې ریاست د هېواد په ولایتونو کې د ۹ تنو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان مرکزي او لوېدېځې سیمې د واورو او باران درنو او کم سارو ورښتونو شاهدې وې.

د طالبانو حکومت د هوا پېژندنې ادارې ویلي وو، ښایي ورښتونه نور هم زیات شي چې ورسره به د اوبو سطحه لوړه او په ځينو سیمو کې ښایې د سېلابونو لامل وګرځي.

د ژمي ساړه موسم په وروستۍ میاشت کې دا ورښتونه داسې مهال پیل شوې چې د دې فصل دوې لومړۍ میاشتې وچې تېرې شوې دي.

 

ټیګونه