نړۍ په اوسنیو شرائطو کې باید افغانستان هیر نه کړي
د افغانستان د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا سیاسی مرستیال د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو د لوړې کمیشنرۍ له مسئولانو سره په کتنې کې ټينګار وکړ، نړۍ دې په اوسنیو شرائطو کې د افغانستان حکومت او ولس هیر نه کړي.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، مولوی عبدالکبیر پرون په کابل کې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو د لوړې کمیشنرۍ (یو این ایچ سي آر) د آسیائي برخې له مشر کیونګ جونن او په دغې موسیسې کې د افغانستان د برخې له مشر ولیونارډزولو سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
مولوی صیب ددغې موسیسې او افغان کډوالو ته د مرستو رسونکو نورو اورګانونو د ملګرتیاؤ په مننې سره ووئیل، کابل هڅه کوي،د لویو ملي پروژو په پراختیا او د اقتصادي فعالیتونو په پراخولو سره ، د خلکو لپاره دکرکسبونو زمینې برابرې کړي.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې بیروزګاري او بې وځلي طالبانو ته له تیر حکومته په میراث کې رسیدلې ده ، ووئيل،ددغه وضعیّت کنټرولول او له مینځه وړل وخت او لازیاتو امکاناتو ته اړتیا لري. عبدالکبیر روښانه کړې ده ، نړۍ دې په اوسنیو شرائطو کې افغانستان نه هیروي.
هغه دې ته په اشارې سره چې افغانان د پاکستان په ناکراره کولو کې هیڅ رول نه لری ،زیاته کړه، په دغه هیواد کې د مونږ ډیر زیات خلک له ډيرو ستونزو سره مخ دي او په زرګونو بې ګناه افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې شپې سبا کوي.د افغانستان مهاجر باید پخپلې خوښې سره خپل هیواد ته ستانه شي او نړیوال اورګانونه دې د کډوالو د هستوګنې او د کارکسب په برخو کې ملګرتیاوې وکړي.
کیونګ جون هم له عبدالکبیر سره په دغې کتنې کې ووئیل، مونږ تل د افغان مهاجرو دمشکلاتو او ترینګلتیاؤ حل کولو ته ژمن یوو، مونږ د جینیوا په راتلونکي ناستې کې د افغان کډوالو په باب د راپور په وړاندې کولو سره له ټولو غواړو ، چې ددغه هیواد له مهاجرو سره دې لازیاتې مرستې وشي او په دغې ناستې کې به د افغانستان موجوده حقایق مطرح کړو.
لیونارډزولو هم په دغې کتنې کې د افغان مهاجرو سختو شرائطو ته په اشارې سره ووئیل، وچکالۍ د افغان کډوالو د روغتیا ، هستوګنې او کارکسب مشکلاتو ته ورزیاتې شوي دي او داخلی او نړیوال اورګانونه د افغانستان داقتصاد دپیاوړتیا لباره او دبیخ بینائي پروژو بشبړولو ته واردې شوي دي.