ترکمنستان کښې د افغانستان د تولیداتو نندرتونو ختم شوي راپور دلته لرو
زمونږ خبریال راپور راکړی د ترکمنستان په عشق اباد ښار کې د افغاني محصولاتو او تولیداتو نندارتون پای ته ورسېد.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي کابل ته له رسېدو وروسته خبریالانو ته وویل چې په دغه نندارتون کې د افغانستان محصولات او تولیدات د ترکمنستان او هلته د راغلو نورو بهرنیانو د خوښۍ وړ وګرځېدل.
ښاغلي عزيزي څرګنده کړه چې د افغانستان تولیدات د ترکمنستان د دولت او خلکو له تود هرکلي سره مخ شول او په بېلابېلو برخو کې به يو شمېر تړونونه هم لاسلیک شي.
نورالدين عزیزي دغه راز وايي، ياد نندارتون ته له افغانستان څخه شاوخوا لس ټنه محصولات استول شوي ووچې زیاته برخه محصولات په دې نندارتون کې وپلورل شول.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزير وايي، چې په دغه نندارتون کې رنګونه، غالۍ د اوسپنې ويلې کول او مرمر ډبرې له مهمو سکتورونو څخه وې، چې په اړه يې تړونونه هم لاسليک شوي او د دغو توليداتو د پام وړ برخه پلورل شوې ده.
د يادونې وړ ده چې دغه نندارتون وړمه ورځ د ترکمن او افغان لوړ پوړو چارواکو په شتون کې پیل او تېره ورځ پای ته ورسېد.