هرات کې د یو تن جسد موندل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i147350-هرات_کې_د_یو_تن_جسد_موندل_شوی
د افغانستان هرات ولایت څخه سرچینو تائید کړې چې تېره ورځ د غه ولایت انجیل ولسوالۍ په پل هاشمي سیمه کې د یو تن مړی موندل شوی دی.
(last modified 2024-03-08T21:34:58+00:00 )
Mar 09, 2024 02:03 Asia/Kabul
  • هرات کې د یو تن جسد موندل شوی

د افغانستان هرات ولایت څخه سرچینو تائید کړې چې تېره ورځ د غه ولایت انجیل ولسوالۍ په پل هاشمي سیمه کې د یو تن مړی موندل شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه سړى چې شاوخوا ٣٧ کاله عمر لري، په ډزو وژل شوى دى.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کس د چا له خوا او ولې وژل شوی دی.

د سرپرست حکومت د هرات چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل ندی چې په افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت په رامنځته کېدو ورته مرموزې وژنې کیږي، بلکې تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر کسان په ورته ډول وژل شوي او وروسته یې جسدونه موندل شوي دي.