نیمروز کې ترافیکي پېښې له امله لس تنه مړه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i147352-نیمروز_کې_ترافیکي_پېښې_له_امله_لس_تنه_مړه_شوي
د افغانستان نیمروز ولایت چخانسور ولسوالۍ په دوراهي سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله لس تنه وژل شوي.
(last modified 2024-03-08T21:41:28+00:00 )
Mar 09, 2024 02:10 Asia/Kabul
  • نیمروز کې ترافیکي پېښې له امله لس تنه مړه شوي

د افغانستان نیمروز ولایت چخانسور ولسوالۍ په دوراهي سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله لس تنه وژل شوي.

سیمه ییز رسنۍ وایي، دغه پېښه نن له غرمې وروسته  د نیمروز ولایت د چاخنسور ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې.

ویل کیږي، د پېښې قربانیان د نیمرزو، فراه او غور ولایت اوسیدونکي دي.

د افغانستان د سرپرست حکومت د ترافیکو اداره وایي، د روان کال په لسو میاشتو کې د څلورو زرو تنو څخه زیات کسان په ترافیکي پېښو کې خپل ژوند بایللی.