نیمروز کې ترافیکي پېښې له امله لس تنه مړه شوي
Mar 09, 2024 02:10 Asia/Kabul
د افغانستان نیمروز ولایت چخانسور ولسوالۍ په دوراهي سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله لس تنه وژل شوي.
سیمه ییز رسنۍ وایي، دغه پېښه نن له غرمې وروسته د نیمروز ولایت د چاخنسور ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې.
ویل کیږي، د پېښې قربانیان د نیمرزو، فراه او غور ولایت اوسیدونکي دي.
د افغانستان د سرپرست حکومت د ترافیکو اداره وایي، د روان کال په لسو میاشتو کې د څلورو زرو تنو څخه زیات کسان په ترافیکي پېښو کې خپل ژوند بایللی.
ټیګونه