انډونیشیاافغانستان ته د پوليو ضد واکسين لس ميليونه ډوزونه لېږي
د واکسین دغه اندازه باید ۳.۳ میلیونه افغان ماشومان چې عمرونه یې له دریو کلونو کم وي، تر پوښښ لاندې راولي
د اندونیزیا حکومت اعلان کړی، چې دغه هېواد به دیونیسف په همکارۍ افغانستان ته د پولیو ضد واکسین لس میلیونه ډوز ولېږي.
افغان غږ خبری وایی د اندونیزیا د مالیې وزیر سری مولیاني ویلي، هېواد یې کار کوي چې افغانستان ته دغه اندازه واکسین ورکړي.
د واکسین دغه اندازه باید ۳.۳ میلیونه افغان ماشومان چې عمرونه یې له دریو کلونو کم وي، تر پوښښ لاندې راولي.
د یادولو وړ ده چې اندونیزیا په نړۍ کې د پولیو د واکسین یو لوی تولیدونکی هیواد دی.
په همدې حال کې د نړیوالو سازمانونو د معلوماتو پر بنسټ افغانستان د نړۍ له هغو دوو وروسته پاتې هېوادونو دی چې پولیو په کې په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.