د افغانستان مخ پر ودې اړیکې د ټولې سیمې په ګټه دي
-
فایل فوټو
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل پرون په خپل اېکس کې لیکلي، چې دواړو لورو د افغانستان مخ پر ودې اړېکې د ټولې سیمې په ګټه بللي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او د وروستیو سیمهییزو سیاسي پرمختیاو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل پرون په خپل اېکس کې لیکلي، چې دواړو لورو د افغانستان مخ پر ودې اړېکې د ټولې سیمې په ګټه بللي دي.
امیر خان متقي په دغه کتنه کې په ایران کې د افغانانو د ستونزو د حل، افغانستان ته د برېښنا د زیاتوالي، د چابهار بندر د پرمختګ او د وروستیو ورښتونو په پایله کې نیمروز او سیستان ته د ابو د رسېدو په اړه هم خبرې کړې دي.
متقي او قُمي په داسې حال کې د وروستیو ورښتونو په پایله کې نیمروز او سیستان ته د ابو د رسېدو په اړه خبرې کړي، چې تر دې مخکې ایراني رسنیو ویلي وو، چې د هلمند په سیندیزه حوزه کې د اورښتونو په زیاتېدو او د کمال خان بند د کاسې د ډکېدو له امله ایران ته اوبه خوشې شوې دي.