افغانستان کښې اروښتونو او سیلابونو سل کسان وژلي دي جزیات دلته لرو
زمونږ خبریال راپور راکړی په افغانستان کې دکب میاشتې له پیل نه تراوسه پورې وروستیو اورښتونو او سیلابونو نږدې سلو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په افغانستان کې طبیعي پېښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزارت راپور ورکړی چې د روانې کب میاشتې له پیل څخه تر (۲۳) نیټې پورې د دې هیواد په یو شمېر ولایتونو کې وروستیو اورښتونو ، سیلابونو او سړې هوا له (۶۰) شپیتو تنو څخه ژوند اخیستی او (۲۳) تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د یاد وزارت ویاند ملا جانان سایق وایي چې (۱۶۴۵) کورونه په بشپړه توګه له منځه تللي او (۱۷۷۹۱۱) څاروي تلف شوي.
نوموړی وایي یاد وزارت د ملي او نړیوالو موسسو په همکارۍ دکب میاشتي له پیل نه تریادې شوې نیټې پورې څه دپاسه (۲۲۴۱۵) کورنو ته د خوراکي ، غیر خوراکي او نقدي مرستې رسولي چې دا لړۍ اوس هم روانه ده.
باید وویل شي چې کال وړاندې هم په افغانستان کې د سختو اورښتونو او سیلابونو له کبله د انساني او حیواني تلفاتو ترڅنګ د خلکو کرنیزې ځمکې له منځه تللې وې.