Mar 17, 2024 05:43 Asia/Kabul
  • د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار سره د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د مسافرو او ناروغانو د تګ راتګ په برخه کې پر تسهیلاتو او د سوداګرۍ اسانتیاوو په تړاو خبرې کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل پرون په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې متقي له اسحاق ډار سره پرون په ټیلفوني خبرو کې  هغه ته بلنه ورکړې چې افغانستان ته سفر وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د دې خبرو پرمهال هیله ښودلې چې اسحاق ډار به د اسلام آباد او کابل د اړیکو د پياوړي کېدو لپاره رغنده هڅې وکړي.

د پاکستان د حکومت چارواکو د طالبانو حکومت تورن کړی چې د هغو وسله والو مخه نه نیسي، چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه کوي.

طالبانو بیا دا تورونه رد کړي او ویلي دي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې په بل هېواد کې حملې وکړي.

ټیګونه