یونسیف: افغانستان کې ښوونځیو ۳۳۰ زره نورې نجونې له ورتګ منع کړې
(last modified Wed, 20 Mar 2024 02:58:57 GMT )
Mar 20, 2024 07:28 Asia/Kabul
  • یونسیف: افغانستان کې ښوونځیو ۳۳۰ زره نورې نجونې له ورتګ منع کړې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت پوهنې وزارت اعلان کړی چې نن چهارشنبه په ټولو سړو سیمو او ولایتونو کې نوی (۱۴۰۳) ښوونیز‌ کال پیلوي.‌

ا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق 'یونسېف' بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې سږ کال به په افغانستان کې له ۳۳۰ زرو ډېرې نورې نجوني هم ثانوي زدکړو لپاره ښوونځیو ته له تللو بې برخې شي.

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ کال کې د واک واګو له ترلاسه کولو راوروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تللو منع کړې دي.

 

ټیګونه