ترهګري د افغانستان او نړۍ لپاره جدي ګواښ دی
Mar 24, 2024 05:09 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کندهار په لومړۍ ناحیه ځانمرګی برید غندلی دی. دغې شورا جمعه ناوخته په یوې خبرپاڼه کې ترهګري د افغانستان او نړۍ سولې او امنیت ته جدي ګواښ بللی دی.
د امنیت شورا غړو د دا ډول بریدونو د عاملانو، تنظیموونکو، مالي ملاتړ کوونکو د ځواب ورکړې او د هغوی د محاکمې پر اړتیا ټينګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپره کړې اعلامیې کې له هېوادونو غوښتي چې «نړیوالو قوانینو او دې شورا پورې اړوند پرېکړهلیکونو ته» د خپلو کړیو ژمنو له مخې په دې برخه کې په فعاله توګه له اړوندو چارواکو سره همکاري وکړي.
ورته مهال، د افغان نجونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې افغانانو پام وړ زجر لیدلی او په خبره یې، باید د دا ډول بریدونو عاملان راکش کړای شي.