د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې هند ته ماتې ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i148236-د_افغانستان_د_فوټبال_ملي_لوبډلې_هند_ته_ماتې_ورکړه
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پرون هند ته دوه – یو ماته ورکړه.
(last modified 2024-03-27T06:39:29+00:00 )
Mar 27, 2024 11:03 Asia/Kabul
  • د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې هند ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پرون هند ته دوه – یو ماته ورکړه.

په دې لوبه کې چې د ۲۰۲۶ میلادي کال د نړیوال جام د غوراوي په لړ کې د هند په کوربه توب وشوه، په لومړۍ نیمايي کې هندي لوبغاړي سونیل چیتري په پینالټي سره ګول وواهه.

په دویمه نیمايي کې افغان لوبغاړي رحمت اکبري لوبه مساوي کړه او د شریف محمد په ګول سره افغانستان دوه پر یو وړاندې شو.

تر دې وړاندې د هند او افغانستان لومړۍ مسابقه یو پر یو مساوی شوې وه.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله چې اوس څلور امتیازونه لري، په بله لوبه کې به له قطر سره مخامخ شي.

د افغانستان او قطر مسابقه به د جون په شپږمه وي.