د ننګرهار زده کونکو د فلسطین مسلمانانو لپاره دعاګانې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i148258-د_ننګرهار_زده_کونکو_د_فلسطین_مسلمانانو_لپاره_دعاګانې_کړې
زمونږ خبریال راپور راکړی ننګرهار کې د یو شمیر ښوونځیو زده کوونکو د فلسطیني مسلمانانو په ملاتړکې د قران کریم ختمونه او دوعاوې وکړې.
(last modified 2024-03-27T05:44:31+00:00 )
Mar 27, 2024 10:10 Asia/Kabul
  • د ننګرهار زده کونکو د فلسطین مسلمانانو لپاره دعاګانې کړې

زمونږ خبریال راپور راکړی ننګرهار کې د یو شمیر ښوونځیو زده کوونکو د فلسطیني مسلمانانو په ملاتړکې د قران کریم ختمونه او دوعاوې وکړې.

د ننګرهار پوهنې ریاست ویاند فرهاد احمد ستانکزی وایي  د جلال اباد ښار د« بي بي حوا »  دنجونو لیسې او د کامې ولسوالۍ د زاخیلو هلکانو لیسې زده کوونکو د فلسطیني مسلمانانو په ملاتړکې د قران عظیم الشان ختمونه او دوعاوې وکړې. ستانکزي وویل دغو زده کوونکو او د هغوې ښوونکو د ختمونو تر مراسمو وروسته فلسطیني مسلمانان په دوعاو کې یاد کړل او پر غزه یې د اسرایلي نیواک ګرو د بریدونو د زر بندیدو غوښتنه وکړه.

 هغوې همدا راز په غزه کې د کوچنیو ماشومانو شهیدانول د هر ډول انساني نورمونو خلاف عمل وباله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په فلسطین کې دې د اسرایلو له لورې د ټول وژنې مخه ونیسي.