افغانستان د فلسطین د مظلوم ولس بشپړ ملاتړ کوي
د افغانستان د طالبانو د ریس الوزرا مرستیال په تهران کې د خدمت د شهیدانو د درنښت د دستورو په څنډې کې د قطر له امیر او د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر له مشر سره لیده کاته وکړل.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، د افغانستان د طالبانو د حکومت د ریس الوزرای اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سره د خارجه وزیر امیر خان متکي د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره په کتنې کې د فلسطین له مظلوم ولسه د افغانستان د حکومت او ولس په بشپړ ملاتړ ټينګار وکړ.
په دغو لیدوکتو کې دواړو لورو د ترټولو وروستیو سیمه ایزو بدلونونو په تیره بیا د وحشي صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په ضد د فلسطین د ولس د مقاومت په باب خبرې او د نظر تبادله وشوه.
ملابرادر او ورسره پلاوي دغه راز په دوام کې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه آل ثاني او ورسره پلاوي سره هم کتنه او خبرې اترې وکړې.