په پنجشېر ولایت کې د زمردو د نندارتون ترسره کېدل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i150236-په_پنجشېر_ولایت_کې_د_زمردو_د_نندارتون_ترسره_کېدل
د سرپرست حکومت چارواکو ویلي چې، د زمردو د صادراتو د پراختیا لومړنی نندارتون د یوه خصوصي شرکت او د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ګډې همکارۍ سره، په پنجشیر کې پرانیستل شوی.
(last modified 2024-07-11T11:08:47+00:00 )
Jul 11, 2024 15:35 Asia/Kabul
  • په پنجشېر ولایت کې د زمردو د نندارتون ترسره کېدل

د سرپرست حکومت چارواکو ویلي چې، د زمردو د صادراتو د پراختیا لومړنی نندارتون د یوه خصوصي شرکت او د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ګډې همکارۍ سره، په پنجشیر کې پرانیستل شوی.

ويل کېږي چې دغه نندارتون به دوه ورځې دوام وکړي او څه دپاسه سل غرفې پکې کورنيو توليداتو او لاسي صنايعو ته ځانګړې شوي دي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه نندارتون د جوړېدو موخه، د هېواد قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو ته بازار موندنه ده.

له دې ټولو سره؛ د قیمتي ډبرو د استخراج او پروسس شرکتونه، له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د کورنیو تولیداتو د ودې او ملاتړ په برخه کې، لا زیاتې مرستې وکړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت هم ویلي چې د قیمتي ډبرو په ځانګړې توګه، د پنجشیر زمردو ته د بازار موندنې په موخه به، په هېواد کې دننه او بهر نور نندارتونونه هم جوړ کړي.