له اسرائيلو سره د مقابلې پنځمه مرحله به ډيره خطرناکه وي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i150630-له_اسرائيلو_سره_د_مقابلې_پنځمه_مرحله_به_ډيره_خطرناکه_وي
د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ رهبر  سید عبدالملک بدرالدین الحوثي  په یولړ څرګندونو کې له صهیونیسټي دښمن سره د مقابلې د  پنځمې مرحلې  د پیلولو خبره کړې او وئيلي ئې دي  چې دغه مرحله به ډیره خطرناکه او غاښ ماتونکي وي.  
(last modified 2024-07-23T22:26:56+00:00 )
Jul 24, 2024 02:54 Asia/Kabul
  • له اسرائيلو سره د مقابلې پنځمه مرحله به ډيره خطرناکه وي

د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ رهبر  سید عبدالملک بدرالدین الحوثي  په یولړ څرګندونو کې له صهیونیسټي دښمن سره د مقابلې د  پنځمې مرحلې  د پیلولو خبره کړې او وئيلي ئې دي  چې دغه مرحله به ډیره خطرناکه او غاښ ماتونکي وي.  

تسنیم خبری آژانس  راپور ورکړی، د تل ابیب په مینځ کې دیمن د وسلوال پوځ په وسیله د یافا نومې ډرون له غافلونکي حملې  وروسته  دوحشي صهیونیسټي رژيم  جنګي الوتکو  روانه اونۍ د یمن په الحدیده بندر په تیلي زیرمې باندې په حملې سره  یو شمیر یمن وال ښاریز شهیدان او ټپیان کړي دي.

ددغه جنایت او تیري په ځواب کې د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ رهبر  سید عبدالملک بدرالدین الحوثي  په یولړ څرګندونو کې له صهیونیسټي دښمن سره د مقابلې د  پنځمې مرحلې  د پیلولو خبره کړې او وئيلي ئې دي  چې دغه مرحله به ډیره خطرناکه او غاښ ماتونکي وي.  

 په عین حال کې د یمن د پوځ ویندوي جنرال یحیی سریع  دیوې اعلامیې په خپرولو سره په؛بومپا؛نومې امریکائي کشتۍ  او د نیواکي فلسطین په رام الرشراش (ایلات) بندر باندې د ډرون   او توغندوي حملې خبر ورکړی دی.

د یمن یوه خبریال عبدالکریم الزارعي  په صنعا کې په یولړ څرګندونو کې د جنایتکار صهونیستي ريژم  او دیمن د وسلوال پوځ ترمینځ د پوځي نښتو اوډغرې د نوي مرحلې پیلیدا ته په اشارې سره  ووئيل؛  د یمن دانصار ا... غورځنګ درهبر  څرګندونې  ښئ چې  د  اسرائيلو  په ضد د مقابلې پنځمه مرحله به د صهیونیسټي دښمن لپاره له ډيرو سختو ټکونو سره یوځای وي ، څو په دې توګه  تل ابیب  دغزې تړانګې د کلابندۍ او د بې آمانه حملو د درولو لپاره اړشي.