د افغانستان لخوا د کډوالو د نړیوال سازمان را پور ردیدل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i151052-د_افغانستان_لخوا_د_کډوالو_د_نړیوال_سازمان_را_پور_ردیدل
د افغانستان د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په تیرو څلورو کلونو کې د اته میلیونه افغانانو د کډوالۍ په اړه د کډوالو د نړیوال سازمان وروستی راپور رد کړ.
(last modified 2024-08-06T07:26:59+00:00 )
Aug 06, 2024 11:49 Asia/Kabul
  • د افغانستان لخوا د کډوالو د نړیوال سازمان را پور ردیدل

د افغانستان د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په تیرو څلورو کلونو کې د اته میلیونه افغانانو د کډوالۍ په اړه د کډوالو د نړیوال سازمان وروستی راپور رد کړ.

دغه وزارت ادعا کوي چې د پخواني شوروي اتحاد له خوا د افغانستان له اشغال راهیسې له افغانستان څخه په دومره لویه کچه کډوالي نده شوې.

د کډوالو نړیوالو سازمان په دې وروستیو کې اعلان کړی چې له دوه زره شل کال راهیسې شاوخوا اته میلیونه افغانان له خپل هېواده وتلي دي.

دوی زیاته کړې، له دې ډلې څخه یو میلیون افغانانو په اروپايي هېوادونو کې پناه اخیستې او اته پنځوس سلنه یې ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د سرپرست حکومت د کډوالو چارو وزارت زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو له راپور سره سم هېواد ته د کډوالو د راستنېدو بهیر بې ساری و.

دغه وزارت نړیوال بنسټونه تورن کړي چې د افغانستان په اړه ناسم معلومات خپروي ترڅو د مرسته کوونکو پام ځانته واړوي.

دا په داسې حال کې ده چې د جمهوريت له ړنګيدو او په تيرو دريو کلونو کې زياتره دولتي کارکوونکو، امنيتي او دفاعي ځواکونو، د فرهنګي او مدني ټولنې فعالانو، خصوصي بنسټونو او نړيوالو موسسو د امنيتي انديښنو له امله خپلې دندې له لاسه ورکړي او له هيواد څخه وتلي دي.