یونیسف وائي؛په سیمې کې جنګونه او ویجاړونکی نتیجې ئې ماشومان ګواښي
د ملګروملتو د ماشومانو دملاتړ ادارې یا بسپنې یونیسف په سیمې کې د جنګ د پراختیا او پر ماشومانو ئې ویجاړونکو نتیجو په باب خبرداری ورکړ.
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی ، د ملګروملتو د م ماشومانو دملاتړ ادارې یونیسف په غزې تړانګې کې د ماشومانو بوږنونکو حالاتو ته په اشارې سره راپور ورکړی،د لویدیځي آسیا په ډيرو هیوادونو کې ماشومان نن سبا له بل وخته لاریات د نګ له تریخ حقیقت سره لاس او ګریوان دي .
یونیسف ادارې پخپل راپور کې ددې خبرې په اعلانولو سره چې په لویدیځي آسیا سیمې کې د تاؤتریخوالي هرډول زیاتیدا ، له ځان سره بوږنونکي پایلې لري چې د ماشومانو ژوند له خطرې سره مخ کوي ، ټينګار وکړ، لوري دې دعامو خلکو د ملاتړ لپاره او سملاسي له خپلې زغم وښئ.
له د ې مخکې د روغتیا نړیوالې ادارې هم غزې تړانګې ته د م اشومانو دګوځڼ د څه دپاسه یو میلیون واکسنو د لیږد غوښته کړې ده.
د روغتیا د نړیوالې ادارې عمومی مدیر تدروس آډهم ګبریسس په وینا، د روغتیائي چارو د کارکونکو فعالیت د واکسنو د پیچکاري کولو لپاره په غزې تړانګې کې تګ راتګ ته اړتیا لري او دجنګ دریدا او یا لږترلږه د غزې د ماشومانو پر وضعیّت د ارزونې لپاره څو ورځنی اور بند ضروري دی.
د روغتیا نړیو الې ادارې کارپيژاندو دغزې د کډوالو په کیمپونو کې د مختلفو وایرسونو د ډيرې خوریدا خبر ورکړی او په ګوځڼ ناروغۍ د ماشومانو د ککړتیا په باب ئې جدی خبرداری ورکړی دی.
په غزې تړانګې کې روغتیائی سرچینو د کډوالو په کیمپونو کې د پوستکو او غوښتې د خرابیدو پشمول د ناپيژاندو او نوو تاروغیو دخوریدا په باب سخت خبرداری ورکړي دي.