یونیسکو؛په افغانستان کې دز ده کړې په حق خبرې نه کیږي
د ملګروملتو د کلتوري او علمی او زده کړې د چارو ادارې (یونیسکو)مشر ووئیل؛ په افغانستان کې د زده کړې حق هیڅکله هم دخبرواترو وړ نه دی.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی،د ملګروملتو د زده کړې،علمي او کلتوري ادارې یونیسکو مشر اودري ازولي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت درو کلونو پوره کیدا ته په اشارې سره ووئیل؛دزده کړې حق د خبرواترو وړ نه دی او د افغان انجونو اومیرمنو د زده کړې وضعیّت باید د ټولو لپاره اندیښمنونکی شي.
هغه زیاته کړه په روان کال کې څه دپاسه یو میلیون څلور لکه افغان انجونې متوسطو زده کړو ته له لاس رسي محرومه پاتې شوي دي
له دې مخکې د افغانستان دطالبانود حکومت ویندوي ذبیح ا...مجاهد د انجونو د ښونځیو د تړل کیدا د څرنګوالی په باب په یولړ توضیحاتو کې وئيلي وو، دښونځیو چټي کیدا د ضروری اصلاحاتو په دلیل دی، ځکه چ پخوانی تعلیمی نظام له لویدیځه راغلی او دلویدیځوالو په وسیله تپل شوی ؤ. هغه همداراز ټينګار کړی ؤ ؛مونږ نه دي وئیلي، دانجونو زده کړې ممنوعې دي،یا دا چې دوي ته دزده کړې اجازت نه ورکو، بلکې دغه ځنډیدا تر دوهم امر پورې ده، په دې معنا چې پکې اصلاحات رامینځةشي. ذبیح ا... مجاهد همداراز وئيلي، په تیرو وختونو کې د افغانستان په دیرش فیصدي سیمو کې زده کړې ته د لاس رسي امکان ؤ،خو اوس د ولایتونو، ولسوالیو اوکلو کې په سلو کې سل ښونځي پراخ شوي او د زده کړې امکانات هم لا زیات شوي دي