د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ناسته جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i151988-د_ملګرو_ملتونو_امنیت_شورا_د_افغانستان_په_اړه_ناسته_جوړوي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خبر پاڼه کې ویلي، چې د روانې میلادي میاشتې په ترڅ کې به د افغانستان په اړه ناسته جوړه کړي.
(last modified 2024-09-01T22:18:33+00:00 )
Sep 02, 2024 02:47 Asia/Kabul
  • د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ناسته جوړوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خبر پاڼه کې ویلي، چې د روانې میلادي میاشتې په ترڅ کې به د افغانستان په اړه ناسته جوړه کړي.

سپوږمۍ راډیو د یادې شورا د خبر پاڼې د مالوماتو له مخې لیکلي: په دې ناسته کې به د یوناما مشره روزا اوتونبایوا او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله او د دغه سازمان د ښځو برخې اجرايي رییسه سیما باهوس هم ګډون وکړي او خپل توضیحات به وړاندې کړي.

په خبر پاڼه کې لیکل شوي، چې ښايي په دې ناسته کې د مدني ټولنې یو استازی هم برخه ولري او وینا وکړي.

د یادولو وړ ده چې تر اوسه د دغې ناستې د ترسراوي دقیقه نېټه نه ده په ډاګه شوې.