افغانستان کې د اورګاډي پټلیو او سړک جوړولو لپاره هڅې زیاتې شوي.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i152198-افغانستان_کې_د_اورګاډي_پټلیو_او_سړک_جوړولو_لپاره_هڅې_زیاتې_شوي.
د طالبانو د فواید عامې وزارت وايي، په هېواد کې یې د سړک جوړولو او د اورګاډي پټلۍ د پراختیا د پروژو په ځانګړي ډول په تخنیکي برخه کې د پرمختګ لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي دي.
(last modified 2024-09-09T09:31:02+00:00 )
Sep 09, 2024 14:00 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د اورګاډي پټلیو او سړک جوړولو لپاره هڅې زیاتې شوي.

د طالبانو د فواید عامې وزارت وايي، په هېواد کې یې د سړک جوړولو او د اورګاډي پټلۍ د پراختیا د پروژو په ځانګړي ډول په تخنیکي برخه کې د پرمختګ لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي دي.

د فواید عامې وزارت مطبوعاتي دفتر نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت د سرپرست ملا محمد عیسی ثاني په مشرۍ او د سړکونو د ساتنې وزیر ملا عبدالجبار او د دغه وزارت د نورو رئیسانو په مشرۍ د پروژو د عملي کولو په اړه غونډه جوړه شوه.

عیسی ثاني ویلي چې په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ یوه لاره د ټرانسپورټي وضعیت ښه کول او د سوداګریزو موټرو د ټرافیکي ستونزو حل دی او په خبره یې د طالبانو حکومت به دې مسلې ته جدي پاملرنه وکړي.

سروې، د پروژو طرحه، نوې لارې، په ټاکلي وخت کې د قراردادي شرکتونو د رسیدو پلي کول، د پروژو د کار د وضعیت ارزول او په ټاکلي وخت یې بشپړول، مالي، تدارکاتي او متفرقه مسایل هغه موضوعات دي چې په دې غونډه کې تر بحث لاندې ونیول شول.