افغانستان خپل ۶۰ سلنه واردات د ایران له لارې تر سره کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i174628-افغانستان_خپل_۶۰_سلنه_واردات_د_ایران_له_لارې_تر_سره_کوي
د پاکستان د سرحدي لارو له تړل کېدو وروسته، ایران د افغانستان د سوداګرۍ تر ټولو مهمه لار ګرځېدلې او اوس د دغه هېواد شاوخوا ۶۰ سلنه سوداګریزې راکړې ورکړې د لوېدیځو لارو او د ایران له لارې ترسره کېږي.
(last modified 2026-06-28T08:42:13+00:00 )
Jun 28, 2026 13:04 Asia/Kabul
  • افغانستان خپل ۶۰ سلنه واردات د ایران له لارې تر سره کوي

د پاکستان د سرحدي لارو له تړل کېدو وروسته، ایران د افغانستان د سوداګرۍ تر ټولو مهمه لار ګرځېدلې او اوس د دغه هېواد شاوخوا ۶۰ سلنه سوداګریزې راکړې ورکړې د لوېدیځو لارو او د ایران له لارې ترسره کېږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې د پاکستان له لارې د افغانستان د رسمي سوداګرۍ درېدلو، د دغه هېواد د ترانزیټي لارو په بدلون کې د پام وړ اغېز کړی دی.

د راپور له مخې، د منځنۍ اسیا د رېل پټلۍ له لارو د استفادې د زیاتېدو ترڅنګ، د افغانستان د وارداتو او صادراتو ډېره برخه اوس د ایران له لارې ترسره کېږي.

په راپور کې، دې ته په اشارې سره چې افغان سوداګرو توانېدلي د خپلې سوداګرۍ بهیر وساتي، ټینګار شوی چې د ایران د لارې بدیل کېدل افغانستان ته د اساسي توکو د وارداتو د درېدو مخه نیولې ده.

خو ویل شوي، چې د دغو لارو اوږدوالی او لوړ لګښت د ترانزیټ مصارف زیات کړي او په افغانستان کې یې د خوراکي توکو، سون‌توکو او کرنیزو لومړنیو موادو پر بیو اغېز کړی دی.

د دغه بنسټ په وینا، د پاکستان د سرحدونو دوامداره تړل کېدل کولی شي د افغانستان پر اقتصاد لا ډېر فشار واچوي او د خوړو د خوندیتوب بحران لا پسې ژور کړي.

اوس مهال په افغانستان کې ۱۳ میلیونه او ۸۰۰ زره کسان له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ دي، او که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به ۲ میلیونه او ۳۰۰ زره نور کسان هم د سختې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ کسانو په ډله کې شامل شي.

د خوړو نړیوال پروګرام همداراز ویلي، چې د بدیلو لارو د سوداګرۍ د لګښتونو زیاتوالي د بشري مرستو عملیات هم له جدي ننګونو سره مخ کړي دي، داسې چې بشري مرستندویه بنسټونه اوس د مرستو د لېږد لپاره اړ دي د ایران او منځنۍ اسیا له لارو استفاده وکړي، او په ځینو مواردو کې د ترانزیټ لګښتونه تر پنځه برابره پورې لوړ شوي دي.