تر انګلستان ورسته په ناروې کې هم د افغانستان سفارت تړل کېږي
په ناروې کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د سپټمبر په ۱۲مه خپل فعالیت دروي.
دغه سفارت دوشنبه ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي، د ناروې هېواد د طالبانو د حکومت هغه پرېکړه چې په اروپا، کاناډا او اسټرالیا کې یې د سفارتونو او قونسلګریو خدمات بې اعتباره ګڼلي، یوه حقوقي لانجه بللې او ویلي چې د اجرا وړ ده.
په دې ترتیب د یاد سفارت په خبره، اړ دی چې سفارت وتړي او ودانۍ یې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ته وسپاري.
په اوسلو کې د سفارت ودانۍ د افغانستان ملکیت ده.
تر ناروې یوه ورځ مخکې بریتانیا کې هم افغان سفارت اعلان کړه چې د روانې سپټمبر په ۲۷مه خپل فعالیتونه دروي.
بریتانیا په لندن کې د افغانستان د سفارت ډیپلوماتانو ته ۹۰ ورځې مهلت ورکړ چې سفارت بند کړي او په خپله یا د پناه غوښتنه وکړي او یا له دې هېواده ووځي.
څه باندې دوه کاله مخکې د ۲۰۲۲م کال په مارچ کې امریکايي چارواکو په واشنګتن ډي سي کې د افغانستان د سفارت د تړلو پرېکړه وکړه.
په بریتانیا او اروپايي هېوادونو کې مېشت لسګونه زره افغانان اندېښمن دي چې د قونسولي چارو په بندېدو یا کمزوري کېدو سره به دوی د اسنادو د ترلاسه کولو یا تمدید په وخت له ګڼو ستونزو سره مخ وي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې یواځې په څو محدودو استازولیو لکه چک جمهوریت، بلغاریا، هالند، هسپانیه او مونشن کې خدمات په عادي ډول روان دي او له بهرنیو چارو وزارت سره په همغږي چارې مخته وړي.