۹۰۰ زره افغان ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي
Sep 12, 2024 17:25 Asia/Kabul
د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي چې، په افغانستان کې دوه اعشاریه نهه میلیونه ماشومان، چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، په خوارځواکۍ اخته دي.
دغه سازمان ویلي چې له دې ډلې څخه آته سوه پنځوس زره یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې، په افغانستان کې د خوراکي توکو ناامني د یوه بحران په توګه په خپرېدو ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په ایکس پاڼه کې په افغانستان کې د لوږې پر کمولو د ټینګار ترڅنګ لیکلي، چې په تېر کال کې یې یو میلیون ماشومانو ته د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
دغه بنسټ وايي، چې له دې ډلې یې تر اوسه پر پنځه سوه زره ښځينه زده کوونکو دغه خوراکي توکي وېشلي دي.
ټیګونه