اصف درانی: طالبان په حکومتولۍ نه پوهېږي
د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني استازي اصف دراني له دندې تر ګوښه کېدو وروسته په یوه مرکه کې وویل چې افغان طالبانو له نوي یمې لسیزې څخه فرق نه دی کړی او په حکومتولۍ نه پوهېږي.
ده افغانستان په سیمه کې یو ټپ وباله او ویې ویل چې ممکن بیا له دغه هیواده د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د لومړۍ نېټې په شان برید وشي.
دراني، له ایمبسیډر لاونح (Ambassadors’ Lounge) سره په مرکه کې وویل چې د نورو بحرانونو له امله لکه د اوکراین جګړه او د غزې شخړه، افغانستان له د رسینو له پامه غورځېدلی دی. خو ویې ویل چې دا انزوا افغانستان د سیمې لپاره پر یوه ټپ بدل کړی دی. ده د خپلو خبرو په توضح کې له پاکستان سره د سرحدي نښتو او ټي ټي پي یادونه وکړه، ویې ویل:
«طالبان لا تر اوسه د حکومت پر اصولو سم نه پوهېږي. طالبان باید پوه شي چې وضعیت له هغه وخت سره توپیر لري چې هغوی د یوې وسله والې ډلې په توګه فعالیت کاوه او تښتېدل. اوس دوی د هېواد د چارو د پرمخ بیولو مسوولیت په غاړه لري.»
ده زیاته کړه، د تروریزم او فعالو ډلو لکه تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او داعش خراسان ډلې په افغانستان کې فعالې دي.