افغانستان په لومړي ځل په کریکټ کې سویلي افریقا ته ماتې ورکړه
(last modified Thu, 19 Sep 2024 01:59:58 GMT )
Sep 19, 2024 06:29 Asia/Kabul
  • افغانستان په لومړي ځل په کریکټ کې سویلي افریقا ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې سویلي افریقا ته د ۶ وېکټو په توپیر سره ماتې ورکړه.

دغه سیالي چې پرون چهارشنبه د سپټمبر میاشتې په ۱۸مه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې پیل شوه، سویلي افریقا د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.

مېلمه لوبډلې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۳۳.۳ اورونو کې ۱۰۶ منډې جوړې کړې.

د یادې لوبډلې په ګټه وین مولډر تر نورو زیاتې ۵۲ منډې وکړې.

په افغان توپ اچوونکو کې فضل‌حق فاروقي ۴، الله محمدغضنفر ۳ او راشدخان دوه لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلې ورکړای شو هدف د ۴ ویکټو تر سوځېدو ورسته په ۲۶م اور کې پوره کړ.

په افغان توپ وهونکو کې ګلبدین نایب ۳۴ او عظمت الله عمرزي ۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.

فضل‌حق فاروقي د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

ټاکل شوې ده چې، دواړه لوبډلې به دویمه سیالي د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۰مه او وروستۍ به د همدې میاشتې په ۲۲مه نېټه ولوبوي.

ټیګونه