نړیواله ټولنه دې  د افغانستان واقعیّتونه درک کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i153054-نړیواله_ټولنه_دې_د_افغانستان_واقعیّتونه_درک_کړي
د افغانستان د طالبانو د ریس الوزرا د دفتر  مشر د یوناما سیاسی  برخې له مسئول سره په کتنې کې  ټينګار کړی چې نړیواله ټولنه دې   دافغانستان واقعیّتونه درک کړي او منطقي چلند دې وکړي.
(last modified 2024-10-10T05:50:16+00:00 )
Oct 10, 2024 10:17 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه دې  د افغانستان واقعیّتونه درک کړي

د افغانستان د طالبانو د ریس الوزرا د دفتر  مشر د یوناما سیاسی  برخې له مسئول سره په کتنې کې  ټينګار کړی چې نړیواله ټولنه دې   دافغانستان واقعیّتونه درک کړي او منطقي چلند دې وکړي.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی، د افغانستان د طالبانود ریس الوزرا ددفتر مشر ملا عبدالواسع په کابل کې د ملګروملتو د نمایندګۍ (یوناما) د سیاسی برخې مسئول  سکاټ سمیت سره په کتنې کې ووئيل، نړۍ باید په  واړو او له حقیقته په لیرې  مسئلو باندې د تمرکز په ځاي،په افغانستان کې په موجوده واقعیّتونو باندې توجه وکړي او د طالبانو د حکومت پرمختګونه دې له نزدې مشاهده کړي.

هغه زیاته کړې ده ،چې افغانستان تل تیار دی څود مهمو موضوعګانو په باب بحث او  د نظر تبادله  وکړي او یوازې د مثبت تعامل ،غږملتیا او تفاهم له لارې  د مشکلاتو لپاره حل لارې پيدا کولی شي.

ملاعبدالواسع همداراز  هغه اقتصادي او اجتماعي مشکلات چې افغانستان ورسره لاس اوګریوان دی ،اشاره وکړه او ټيڼګار  ئې وکړ، چې نړیوالې ملګرتیاوې  ددغه هیواد د وضعیّت له ښه کولو سره مرسته کولی شي.

د افغانستان د طالبانود حکومت  دریس الوزرا ددفتر مشر  ووئیل افغانستان ارزښتمن کلتوري او بډای سرچینې  لری او نړیواله ټولنه باید دغه واقعیّتونو ته توجه وکړي او د سطحي قضاؤتونو په ځاي د ملګرتیاؤ په لارو چارو پسې شي.