يوناما په افغانستان کې د نجونو پر وضعيت اندېښنه وښوده
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما په افغانستان کې د نجونو روان وضعیت ډېر د اندېښنې وړ وباله.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایو پرون د اکتوبر په یوولسمه د نجونو د نړیوالو ورځې په مناسبت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دوی په افغانستان کې دغه ارزښتناکه ورځ په ډېر خفګان سره لمانځي، ځکه چې واکمنو چارواکو له ۱۱۲۰ ورځو راپهدېخوا له ۱۲ کلونو څخه د ډېر عمرلرونکو نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی.
نوموړې زياتوي، دا یوازې د ميلیونونو نجونو لپاره نه، بلکې د هغوی د کورنیو، ټولنو او ټول هېواد لپاره د څه باندې درې کلونو د فرصتونو د ضایع کېدو په معنا ده.
مېرمن اوتونبایو ویلي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د نجونو او ښځو ژوند ته لا ډېر زیان اوړي او افغانستان د سولې، بیارغونې او سوکالۍ ته د رسېدو لپاره مخ په وړاندې نه، بلکې شاته روان دی.
د یوناما مشرې د دې ترڅنګ چې یوځل بیا له واکمنو چارواکو څخه پهدې اړه د خپلې تګلارې د بدلېدو غوښتنه کړې ژمنه کړې چې، دوی به د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره د خپل غږ اوچتولو څخه لاس وانهخلي، ان که نور د هغوی د چوپتیا هڅه کوي.
سږکال د نجونو نړیواله ورځ د "راتلونکې لپاره د نجونو لید لوري" ترعنوان لاندې داسې مهال لمانځل کېږي، چې په افغانستان کې د طالبانو لهخوا پر نجونو او ښځو د سختو محدودیتونو له امله ډېری نجونې خپلې راتلونکې ته نا هیلې شوې دي