کاظمي قمي: په پوله کښې د افغان وګړو وژله حقیقت نه لري
د هغه راپور له خپرېدو وروسته چې ګني د ایران پر پوله لسګونه افغانان وژل شوي، په افغانستان کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي دا خبره رد کړه.
د افغانستان په چارو کښې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او سفیر حسن کاظمي قمی په ایکس ټولنیزه شبکه کښې لیکلی دی: د باوری سرچینو له لارې د مستقیم تعقیب په نتیجه کښې معلومه شوه. چې د سراوان په سرحد کې د لسګونو ناقانونه اتباعو د وژل کیدو خبرونه حقیقت نه لري.
هغه زیاته کړه: د غیرقانوني اتباعو د ننوتلو سره قانوني چلند د هیوادونو مشروع حق دی او د هر هیواد پوله ساتونکي مکلف دي چې د غیر قانوني اتباعو د ورننوتلو مخه ونیسي.
په کابل کې د ايران سفير وويل: د پولو د تګ راتګ مديريت يو متقابل مسئوليت دى او د ګاونډيو هېوادونو دنده ده چې د مشکوکو عناصرو د غير قانوني تګ راتګ او د خپلو اتباعو د غير قانوني تګ راتګ مخه ونيسي او د خپلو پولو په ساتنه کې د نړيوالو وظايفو او مکلفيتونو خیال وساتي.
کاظمي قمي تاکيد وکړ: د ايران اسلامي جمهوريت هوډ لري چې په ټولو سرحدي نقطو کښې د غير قانوني پناه غوښتونکو د ستنېدو او د هغوي د غير قانوني ننوتلو سره قانوني چلند وکړي. خو په دې لړ کښې بیخي قانوني، مسئولانه او د ښه ګاونډيتوب د پخواني سیاست، اسلامي شفقت او د نړیوالو معاهدو په مفادونو باندې د ژمنوالي په بنیاد عمل کوي.
دغه ایرانی چارواکی تاکید وکړ: د درواغجنو رسنیو په شورماشور کښې د هر ډول محتوا منل د خبری رسنیو دقت، امانتدارۍ، مسئولیت او مسئولانه راپور ورکولو ته ضرورت لری.