په قزاقستان کې د افغاني محصولاتو ۳ورځنی نندارتون پرانیستل شو
(last modified Tue, 22 Oct 2024 08:11:20 GMT )
Oct 22, 2024 12:41 Asia/Kabul
  • په قزاقستان کې د افغاني محصولاتو ۳ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت پرون دوشنبه د تلې په ۳۰مه د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه د دې هېواد په الماتا ښار کې د افغاني محصولاتو او تولیداتو نندارتون پرانیسته.

د دې نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي له قزاقستان څخه غوښتي، چې د افغاني صادراتو ودې او په سیمه کې افغاني باکیفیته تولیداتو او محصولاتو ته د لاسرسي لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

بل لورته بیا د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین افغانستان په سویلي او مرکزي آسیا کې مهم سوداګریز شریک بللی دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې قزاقستان افغانستان سره د سوداګریزو، اقتصادي، ټرانسپورټي ، لوژیستکي او انرژۍ برخو کې اړیکو ساتلو ته لېواله دی.

د یادونې ده، چې دا نندارتون درې ورځنی دی او پکې د افغانستان بېلا بېلو تولیداتو لپاره له ۷۰ زیاتې غرفې ځانګړې شوې دي.