کابل کښې چاودنې ۱۱ تنه ژوبل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i153514-کابل_کښې_چاودنې_۱۱_تنه_ژوبل_کړل
پرون مازیګر په کابل کښې یوه چاودنه وشوه چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۱ کسان زخمي شوي دي.
(last modified 2024-10-23T21:33:14+00:00 )
Oct 24, 2024 01:57 Asia/Kabul
  • کابل، فایل فوټو
    کابل، فایل فوټو

پرون مازیګر په کابل کښې یوه چاودنه وشوه چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۱ کسان زخمي شوي دي.

پرون مازیګر په کابل کښې یوه چاودنه وشوه چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۱ کسان زخمي شوي دي.

د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې، افغان سرچینو پرون مازیګر خبر ورکړ چې په کابل کښې یوه چاودنه شوې او په کښې ۱۱ کسان زخمي شوي چې ښځې او ماشومان هم په کښې شامل دي. ټول ټپیان روغتون ته رسول شوي دي.

د ځايي معلوماتو له مخې، دغه پیښه د کابل په پامیر سینما سیمه کښې د مستعمل یا کباړي کالیو په یو بازار کښې شوې کومه چې د افغانستان د پلازمینې یوه ګڼه ګوڼه لرونکې سیمه ده.

د چاودنې د علت وغیره په هکله ډیر جزئیات نه دي ترلاسه شوې.

#افغانستان

#انفجار